??سل??م آباد 25 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږې دوهم وزير پير امين الحسنات شاه وئيلي دي چې په فېض آباد كښې د مظاهرچيانو په ضد عمليات د مذاكراتو د لارې د معاملې په سوله ايز ډول د حل كولو د هڅو ناكامې نه پس پېل كړې ??وي۔ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې دوهم وزير ووئيل چې حكومت د تحريك لبيك يارسول الله ګوند سره ?? مذاكراتو بشپړه هڅې وكړې ??و د مظاهرچيانو د ضد له امله مونږ كامياب نه شو۔ ده ووئيل چې حكومت شل ورځې د زغم نه كار اخيستې او هڅې ئې كړې ??ي چې معامله په ښه ډول حل كړې ??ي خو له بده مرغه د يو مذهبي ګوند مظاهرچيانو مثبت ځواب ورنه كړو۔ ده ووئيل چې د پېنډې او ??سل??م آباد د لكونو په شمېر وګړي د لارو بندېدو له امله ستونزو سره مخ وو۔ عدالتونو هم د دهرنې ختمولو احكامات جاري كړي وو٬ حكومت مظاهرچيانو ته يو شمېر تجويزونه وركړل خو هغوي قبول نه كړل تر دې چې مظاهرچيانو د عدالت د امر منلو نه هم انكار وكړو۔ ده مظاهرچيانو ته خواست وكړو چې هغوي دې د سكاري او نجي املاكو ته د زيان رسولو نه ډډه وكړي۔