اسلام آباد 16 جنوری (اے پي پي) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې په بلوچستان كښې د وزيراعلٰي او حكومت لرې كولو عمل په جمهوريت پورې ټوقې كول دي٬ د سازش په شا محركات به په ډاګه كولې شي٬ بايد احتجاج كوونكي ګوندونه د ټولټاكنو انتظار وكړي۔ د نهې په ورځ د احتساب عدالت نه بهر خبريالانو سره ??ه خبرو كښې ده ووئيل چې بلوچستان كښې چې څه وشول هغه په جهموريت پورې ټوقې دي۔ يو څو سوه رائې ترلاسه كوونكې كس وزيراعلٰي جوړول د پوهې نه بهر خبره ده۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې يو غونډه ??اب??ل شوې چې پكښې به بلوچ مشران ګډون كوي۔ نواز شريف ووئيل چې د بلوچستان معامله يوه سنجيده معامله ده۔ د نېب په عدالت كښې د ك??رر??ائې په اړه نواز شريف ووئيل چې مېډيا او ټول قوم دا مقدمه ويني چې پكښې هېڅ وزن او كوټل?? شواهد نشته۔ ده ووئيل چې په بلوچستان كښې د وزيراعلٰي او حكومت لرې كولو عمل په جمهوريت پورې ټوقې كول دي٬ د سازش په شا محركات به په ډاګه كولې شي٬ بايد احتجاج كوونكي ګوندونه د ټولټاكنو انتظار وكړي