هر?? پور 20 جنوري (اے پي پي)د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف لور مريم نواز وئېلي دي چې په ضمني ټاكنو كښې اولس سازشونه ناكامۍ سره مخ كړي او د اول نه زيات ووټونه يې نواز شريف له وركړي۔په لاهور كښې د اپوزيشن ټول بټالين له اولس شكست وركړې۔پارلمان ته كنځلې كوون??ي پخپله هم د پارلمان برخه دي۔زه نن هر?? پور ته نه خپل كور ته راغلې يم۔د هر?? پور خلك د نواز شريف سره او نواز شريف د هر?? پور د اولس سره مينه لري۔دې د خالي په ورځ هر?? پور كښې اولسي غونډې ته خطاب كولو۔مريم نواز شريف ووئيل په اقامه او پانامه سياست كوونكي نن په جلسو كښې د خالي پاتې كرسو ته ژړا كوي۔د نواز شريف مخالفين په ټاكنو كښې د ټګۍ ډنډورې كوي خو په راروانو ټول ټاكنو كښې مخالفين د ټګۍ چغې سورې نه شي وهلې ځكه چې خالي كرسۍ چا له ووټ نه شي وركولې۔دې ووئيل په ضمني ټاكنو كښې د مسلم ليګ(ن)كانديد په اكثريت سره كاميابۍ دا ثابته كړې چې اولس د نواز شريف د نااهلۍ پريكړه نه ده تسليم كړې۔دې ووئ??ل نواز شريف چې كله د برېښنا او موټروے پروژې لګولې نو مخالفينو د كنټ??نر څخه كنځلې كولې۔مريم نواز شريف په هندكو ژبه كښې خپله وېنا پېل كړه۔دې ووئيل زه نن هر?? پور ته نه خپل كور ته راغلې يم۔د هر?? پور اولس په ضمني ټاكنو كښې بابر نواز له د يو نيم لكو نه زياتې رائے وركولو سره ثابته كړې چې د هر?? پور اولس د نواز شريف سره بې كچه مينه لري