اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) په سېنېټ كښې د ح??ومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق وئيلي دي چې د پاكستان ټول سياسي ګوندونه د كشمير د مسئلې په حل ??تف?? دي٬ د پاكستان٬ آزاد جمو كشمير او مقبوضه كشمير مشران دې كېني او د كشمير د مسئلې د ح?? دې د اوسني صورتحال له مخې جاج اخستلو سره لائحه عمل تيار كړي۔ ده دا خب??ې د كشمير انسټيټيوټ انټرنېشنل ريلېشنز دوه ورځني كنفرنس ته د خاص مېلمه په توګه د وېنا كول?? په مهال وكړې۔ سناتور راجه ظفرالحق ووئيل چې د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل شي ا?? په دې ټول سياسي ګوندونه ??تف?? دي۔ ده ووئيل چې د كشمير په مسئله كښې وړومبې پ??رټي كشميريان دي۔ د كشمير مسئله د هند او پاكستان شريكه مسئله نه ده٬ درې ملكي مسئله ده او دا مسئله كشميريانو ته د خپلو هيلو له مخې حل كول دي۔ ځوان نسل چې په كوم ډول د آزادې هڅې روانې ساتلې دي٬ د دې مثال په ټوله نړۍ كښې نشته۔ كنفرنس ته د آزاد جمو كشمير اولس مشر او د حريت مشرانو نه علاوه نورو هم وېنا وكړه۔