اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر اسحاق ډار هېواد ته ر??رسېدو څخه سمدستي وروستو اسلام آباد احتساب عدالت ته وړاندے شو۔ د ګل په ورځ د احتساب عدالت جج بشي?? احمد د اسحاق ډار په ضد جمع كړې شوي د نېب د رېفرنس اورېدنه وكړه۔ عدالت د آمدن نه د زياتو اثاثو په جوړولو په دې رېفرنس كښې د شورؤ په ورځ د ستمبر په 27 ستمبر د اسحاق ډار په ضد د فرد جرم حكم واورولو۔ عدالت اسحاق ډار ته د 50 لكهه روپو ضمانتي مچلكې جمع كولو حكم وركړو۔ د اورېدنې څخه وروستو د اسحاق ډار وكيل امجد پروېز د احتساب عدالت څخه بهر ميډيا سره خبرو كښی ووئيل دا لا وئيلې نه شو چې مقدمه ك??ې قانوني تقاضې ترسره شوي دي كه نه۔ ولې نن چې كومه كاروائي شوې په دې كښې 7 ورځې كومې چې د معمول ترمخه هره مقدمه ك??ې وركولې شوې مونږ ته ر??نكړې شو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان د قانون ترمخه كومه داسې پابندي نشته چې په فو??دا??ي مقدمه نااهلي كېدې شي۔