اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) پاكستان د مل??رو ملتونو د صنعتي پرمختګ ادارې مهم پالېسي جوړونكې غړے وټاكل شو۔ د خارجه ??فت?? وياند ترمخه ددې ټاكنې اعلا?? ويانا كښې د جنرل ك??فرنس په 70 مې غونډه كښې وشو كومه چې تېره ورځ پايې ته ورسېده۔ د دې پرېكړې ترمخه پاكستان به صنعتي بورډ لپاره كال 2018ء څخه تر كال 2021ء نورو څلور كلونو لپاره او پروګرام او بجټ كمېټۍ له به 2018ء څخه تر 2019 د دوه كالو مودې له كار كوي۔ ویانا كښې پاكستانۍ سفيره عائشه رياض هم د جنرل ك??فرنس دوهم صدر غوره كړې شوه۔ د خارجه ??فت?? وياند ووئيل د پاكستان دا ټاكنه په ګڼ اړخيزه فورمونو كښې په پاكستان د نړيوالې ورورولۍ د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل پاكستان د مل??رو ملتونو صنعتي پرمختګ ادارې سره غوره اړيكې لري او پاكستان د پرمختګ ايجنډې 2030ء تر سېوري لاندې د ټاكلو هدفونو ترلاسه كولو له به د مل??رو ملتونو د صنعتي پرمختګ ادارې سره كار روان ساتي۔