ډېووس 25 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي ??اک??تان د شل كروړه اولس لوي ماركيټ لري٬ كوم چې كاروباريانو او سرمايه كارو لپاره پرانستې پروت دے٬ زمونږ كلنه اقتصادي شرح نمو نزدې 6 فيصده ده٬ پاكستان كښې جمهويت وده مومي ٬ مونږ د سي پېك د لارې د منطقې هېوادونو ترمېنځه رابطو ته وده وركوٶ او د ختيز او لويديز پشمول د نړۍ ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ډېووس كښې د خبري كنفرنس په مهال خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف، د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزيره مریم اورنګزېب، د آئي ټي دوهمه وزيره انوشه رحمان ٬ د نېشنل هېلته سروسز دوهمه وزيره سائره افضل تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل د چين ون بېلټ ون روډ پروګرام له مخې هېواد كښې د سي پېك روانو منصوبو څخه پراخه اقتصادي هلې ځلې پېل شوې ۔ ده ووئيل ??اک??تان كښې جمهوريت مضبوطېږي او جمهوري عمل د يوې لسيزې بشپړېدو په صورت تاريخ جوړوي۔ چین او امریکې سره د پاكستان د اړيكو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان دواړو هېوادونو سره ښې اړيكې لري او دې اړيكو ته پاكستان ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل مونږ ختيز او د لوېديز پشمول ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو۔ وزیراعظم ووئيل د سي پېك ??ه يوازې پاكستان ته ګټه نه رسي بلكې دې څخه به ټوله منطقه استفاده وكړي او دا د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره پرانسته ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل ??اک??تان د چين اولس مشر د رابطه كارۍ وژن په هر فورم رامخې ته كړې٬ ون بلېټ ون روډ پروګرام څخه به دې منطقې سره سره په سباٶن كښې نوره نړۍ هم ګټه پورته كولې شي۔ وزیراعظم د نړيوال اقتصادي فورم د سږ كا?? سرخط ستائنه ??ولو سره ووئيل پاكستان خپلې اقتصادي چارې مخ په وړاندې بيائې ۔ ده ووئيل ډېووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم په موقع د توان ٬ ټېكنالوجي او صحت په چارو خبرې شوې دي۔ په دې موقع خارجه وزير خواجه آصف د يوې پوښتنې په ځواب كښې د چين د مشتركه سباٶن د وژن ستائنې سره ووئيل د كډوالو بحران٬ د فلسطين ٬ كشمير او روهنګيا د مسلمانانو مسئلو هواري لپاره د نړۍ لخوا په سنجيدګۍ سره هڅې نه ??ېږي۔ ده ووئيل شخړيزو سيمو ته خاص پاملرنه ??ول غواړي ۔ د چین او امریکې سره د پاكستان اړيكو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ دواړو هېوادونو سره ښې اړيكې لرو خو د پاكستان امريكې سره اړيكې د كوم درېم هېواد په نتاظر كښې كتل نه دي پكار ۔ په دې موقع د اطلاعات ٬ خپرونو قامي ورثې او ادبي تاريخ دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل پاكستان كښې د ځوانانو آبادي 60 فيصده ده د كومو عمرونه چې د 35 كا??و نه ??ږ دي٬ دوي په مجموعي توګه پرمختيائي عمل كښې شاملولو ته اوسني حكومت پام لرنه ??وي ۔ دې ووئيل ځوانان د پائېداره پرمختيائي هدفونو تر سره كولو ذريعه ده او دوي د پاكستان ګټور تشخص وړاندې كولو لپاره رامخې ته كولې شي۔ دوهمې وزېرې ووئيل پاكستان د تېرو 35 كا??و راهسې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كوي او په دې جنګ كښې ئې په تېرو 4 كا??و كښې ځانګړې كا??يابۍ ترسره كړي ۔ مریم اورنګزېب ووئيل ځوانانو لپاره بهر هېوادونو كښې د پاكستان پحقله يو تاثر لرې كول چېلنج ٶ٬ اوس موجوده حكومت د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو لپاره ميديا كاروي۔ دې ووئيل د میډیا او فلم انډسټرۍ كښې د ځوانانو شموليت د لارې زمونږ ځائي بيانيه بحالېږي٬ حكومت به د ځوانانو د انټرټېمنټ او براډكاسټ انډسټرۍ كښې شاملولو لپاره وړومبې فلم پاليسي اعلانوي ٬ دې سره به نړۍ كښې د پاكستان پحقله تاثر بدلېدو له مرسته ترلاسه شي ۔ په دې موقع د آئي ټي دوهمې وزېرې انوشه رحمان ووئيل ??اک??تان د آئي ټي او ټېلي كا?? په سېكټر كښې تېرو څو كا??و كښې پېاوړې پرمختګ كړې ٬ اوسني حكومت دې څانګې ته ډېر اهميت وركوي۔ دې ووئيل ټېكنالوجي ځوانانو ته د روزګار وركولو يوه ذريعه ده او دا ګړندۍ لاره ده٬ پاكستان كښې د تهري او فور جي كارېدل زياتېږي٬ دې ووئېل ??اک??تان فري لانسنګ كښې په څلورم لمبر دے خو اوسنې حكومت په دې څانګې كښې وړومبي پوزيشن ترلاسه كول غواړي۔ دې ووئيل د پاكستان د سافټ وېېر برآمدات 3.3 اربه ډالرو ته رسېدلې ۔ دې ووئيل پاكستان خارجي سرمايه كارو لپاره زړه راښكونكې ماركيټ دے چرته چې هر كا?? په لكهونو آئي ټي پروفېشنلز جوړېږي۔ خبرې كفنرنس ته د وېنا په موقع د قامي صحت دوهمې وزېرې سائره افضل تارړ ووئيل ??اک??تان كښې د روغتيا په څانګه كښې يو لوې سماجي پروګرام په كا??يابۍ سره روان دے٬ د وزيراعطم نېشنل هېلت پروګرام له مخې په لكهونو كورنيو ته د درملنې وېړيا آسانۍ وركړے كېږي چې پكښې استفاده كوٶنكې 70 فيصده مېرمنې دې ۔ دې ووئيل پاكستان د پوليو په ضد كمپائن كښې شاندارې كا??يابۍ ترلاسه كړې چې ثبوت ئې په هېواد كښې د پوليو يوازې 8 كېسونه رامخې ته كېدل دي ۔ دې ووئيل د پوليو په ضد كمپائ كښې د ټولو نه ??ويه مسئله د سرحدي تګ راتګ ٶه خو اوس حكومت مستقل ټرانزټ پوائنټس جوړ كړې۔ سائره افضل تارړ ووئيل آئي ډي پيز ته هم واكسين وركولې كېږي۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي ووئيل پاكستان په تندۍ سره رامخې ته كېدونكې معيشت دے كوم چې بهر نړۍ لپاره د لوي ماركيټ حېثيت لري۔ ده ووئيل د اوسني حكومت اېجنډا ځوانانو ته د روزګار موقعې وركول دي٬ ځوانان د ??اک??تان سرمايه ده او حكومت دوي ته ټولې ممكنه ??وقعې وركولو لپاره عزم لري۔(