کراچی ۔ 22 فروری (اے پی پی) پاک سمندري ځواك نوې او پېشه ورو چارو كښې پوهه لرونكې عسكري اداره ده كومه چې د هېواد د سمندري حدونو ستانې بشپړ صلاحيت لري۔ كاټي څخه د زيارت په ورځ جاري كړې شوې اعلاميې ترمخه دا خبره چیف آف نې??ل اسټاف اېډمرل ظفر محمود عباسی د كورنګي ??ېس??سي اېشن آف ټرېډ اېنډ انډسټري (كاټي) صدر طارق ملك په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښی وكړه۔ ملاقات كښې د كاټي دوهم صدر جنېد نقي ٬ پخواني صدران زبېر چھايا او سيد فرخ مظهر هم موجود وو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې چیف آف نې??ل اسټاف اېډمرل ظفر محمود عباسی ووئيل د مضبوط او متوازن معيشت څخه ځانله د كوم هېواد د تعمير او پرمختګ خوب ريښتيا كېدې نه شي۔ پاكستان د قدرتي نعمتونو بلها پنګې لري?? د ??اکستان تعمیر او پرمختګ له به مونږ له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل سي پېك سيمه كښې د ګېم چېن??ر حېثيت لري او د پاكستان د پرمختګ او كاميابۍ لاره هوارولو كښې به بنيادي كردار ترسره كړي۔ په دې مهال د كاټي صدر طارق ملك ووئيل بزنس كميونټي د هېواد صنعت او تجارت زياتولو كښې خپل په زړه پورې كردار ترسره كوي او ټول عمري له پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړه ده۔ ده چیف آف نې??ل اسټاف اېډمرل ظفر محمود عباسی ته د کورنګی ??ېس??سی اېشن آف ټرېډ اېنډ انډسټری دورې بلنه هم وركړه۔