اسلام آباد 31 م??رچ (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې شتمن خلق دې د ا??سانيت خدمت لپاره د ا??شفاء ټرسټ خدمات په نظر كښې وساتي ځكه چې په دې روغتون كښې د خدماتو څخه د لكونو په شمېر خلق استفاده كوي۔ ده دا خبرې د ا??شفاء 27مې كلنې ورځې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې الشفاء ټرسټ روغتون د لكونو په شمېر خلقو ته د روغتيا معياري اسانيې وركوي او په دې كار كښې ډاكټرانو او عملې د روغتيا لوړ معيار قائم كړے د كوم چې نه يوازې په ځائ د ساتلو ??لكې د لا ښه كولو ??رورت دے۔ ده ووئيل چې په ټوله پېسفك اشيا منطقه كښې دا يو ځانګړې روغتون دے چې مقصد ئې د سترګو د ناروغيو په وخت علاج او په خاص توګه ماشومان د هغو ناروغيو نه بچ كول دي په كومو كښې چې د 80 فيصده علاج ممكن دے۔ ده الشفاء ټرسټ روغتون باني لېفټېننټ جنرال﴿ ر﴾ جهانداد خان مرحوم خدماتو ته پېرزوينه وړاندې كړه۔ په دې موقع وزيراعظم شاهد خاقان عباسي چلډرن آئي روغتون لپاره د 20 كروړه روپو عطيه كولو ??علان هم وكړو۔ په دستوره كښې د ا??شفاء آئي ټ??سټ بورډ اف ټرسټيز٬ شتمنو خلقو او نورو هم ګډون وكړو۔ وزيراعظم د دستورې په پاې كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوونكو ته اتوارډونه هم وركړل۔