ل??هو?? 06 مئي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د اوسني حكومت د مودې پ??ره كېدو نه پس به نګران حكومت راځي او د جمهوريت تر ټولو لوي جنګ به د پنجاب په خا??ره كېږي٬ اولس دې د آئين حكمرانې او ووټ ته عزت وركړئ٬ زمونږ د مشن ??اميابې لپاره زمونږ لاسونه مضبوط كړي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په والټن ل??هو?? كښې اولسي غونډې او وركرز كنونشن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع نور ليګي مشران هم موجود وو۔ خواجه سعد رفيق ووئيل چې اولس ته ښه معلومه ده چې څوك خبرې كوي او څوك كار كوي۔ كه په عمران خان كښې همت وي نو په مېدان دې مقابله وكړي۔ ده ووئيل چې مونږ د چا نه نفرت نه كوو٬ زمونږ څوك دښمن نشته او نه مونږ د چا دښمنان يو۔ د رايې اختلاف كېدے شي خو مونږ تر شين بېرغ لاندې ټول متحد يو۔ ده ووئيل چې مونږ په وخپل ټاكنې غواړو خو عمران خان دا غواړي چې يوې يوې نيمې مياشتې لپاره ټاكنې وځنډېږي۔ ده ووئيل چې د هغه د سازشونو په وجه د هېواد پرمختګ ته زيان رسېدلې۔ ده ووئيل چې د عمران خان ذكر كول وخت ضائع كول دي۔ ټاكنې رانزدې دي٬ د 21 كروړه اولس پرېكړه به بل ??وك نه بلكې هغه به ئې په خپله كوي٬ِ بايد بدلون د ووټ د لارې راشي۔