اسلام آباد 07 جون ( اے پي پي) د ټاكنو كميسون لخوا د زيارت په وځ د پنجاب او د بلوچستان د نګران اعلٰي وزيرانو ټاكنې سره په مركز او څلورو واړو صوبو كښې ?? نګران وزيراعظم او د اعلٰي وزيرانو د ټاكل كېدو پړاؤ ترسره شو۔ په مركز او سندھ كښې ?? نګران وزيراعظم او د اعلٰي وزير د ټاكنې معامله د حكومت م??ر او د مخالفې ډلې د مشر په مشوره حل شوې وه۔ خو په پنجاب٬ خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې ?? اعلٰي وزيرانو او د مخالفې ډلې مشرانو نه پس پ?? پارلماني كمېټو كښې هم په دې معامله اتفاق نه و شوے او د دې نه پس دا معامله د صوبو سپيكرانو د ټاكنو كميسون ته لېږلې وه او د ټاكنو كميسون په اتفاق سره د نګران اعلٰي وزيرانو ټاكنه وكړه۔ د پنجاب څخ?? د پي ټي آئي لخوا لېږل شوې نوم حسن عسكري رضوي٬ د خېبر پښتونخوا څخ?? د اپوزيشن لخوا لېږل شوې نوم جسټس ﴿ر﴾ دوست م??مد او د بلوچستان څخ?? د حكومت لخوا لېږل شوې نوم علاؤالدين د اعلٰي وزيرانو په توګه وټاكل شول۔ په مركز كښې نګران كا??ينې سوګند هم پورته كړے