اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد كشمير څانګې تر سيوري لاندې د مظفر واني د شهادت د تلين په موقع په اسلام آباد كښې احتجاجي لاريون وكړے شو۔ پ?? احتجاجي لاريون كښې ګډون كوونكو د بر??ان مظفر واني عكسونه پورته كړي وو۔ په دې ??وقع د كشمير د شهيدانو په حق او د هند د ناجائز تسلط په ضد سختې نعرې ووهل شوې۔ احتجاجي لاريون ته په خپله وېنا كښې وېنا كوونكو ووئيل چې بر??ان واني شهيد د كشمير د آزادې د تحريك هغه عظيم لارښود دے كوم چې د خپلې وينې قرباني وركولو سره په كشمير د هند د 70 كلنې ناجائز قبضې مصنوعي ودانې نه يوازې ايرې كړه بلكې د كشمير د آزادې تحريك ته ئې يوه نوې ځلا وبخښله۔ دوي ووئيل چې د شهيدانو قربانې به بې ځايه نه ځي او كشميريان به د خپلواكې حق ترلاسه كوي۔