اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی) الېکشن کمېشن وئيلي دي صدارتي ټاكنو له قامي اسم??لۍ او څلورو واړو صوبو كښې پولنګ نن د نهې په ورځ كېږي۔ پولنګ به سحر 10 څخه تر ماځيګر 4 بجو دوام لري۔ په دې مهال به مقابله د درېو كانديدانو ترمينځھ وي۔ د ووټونو شمېرې نه وروستو به په فارم 5 نتيجه جوړولې شي۔ د ګل په ورځ الېكشن كمېشن نه بهر ميډيا ??ره خبرو كښې د ميډيا ??ے ډي جنرل نديم قاسم ووئيل د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو آخري نېټه 27 اګست ټاكلې شوې وه۔ تر دغه نېټې 12 كانديدانو خپل كاغذونه جمع كړي په كومو كښې چې د 8 كانديدانو كاغذونه رد كړې شوي۔ د مسلم ليګ (ن) كانديد امير مقام خپل كاغذونه بېرته اخستې او اوس مقابله د مولانا فضل الرحمن ٬ ډاكټر عارف علوی او اعتزاز ا??سن ترمينځه ده۔ د ووټرانو حتمي فهرست به پريذائيډنګ چارواكو ته سپارلې شي۔ د پولنګ په مهال به د صوبائي اسم??لۍ او پارلمان امنيت ذمه واري رېنجرز سره و??۔ په 5 م ستمبر به د انتخابي نتيجو په فارم 7 نوټيفكېشن جاري كولې شي۔ د الېكشن كمېشن ترمخه د ميډيا نمائندګانو ته به پرېس ګېلري څخه د كورېج اجازه ??ي۔ فوټېج به يوازې پي ټي وي جوړوي كوم به چې هغه ټولې ميډيا ??ه جاري كوي۔ د پولنګ عمل پايې ته په رسېدو به پریذائیډنګ افسر شمېره كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د الېكشن كمېشن چارواكي ووئيل د درېو واړو صوبائي اسمبليو كارولې شوې ووټونه به د بلوچستان اسم??لۍ په 65 ووټونو تقسيمولو سره شمېرلې شي۔ بلخوا د بلوچستان اسم??لۍ ٬ سېنېټ او قامي اسم??لۍ به يو يو ووټ شمېرلې شي