بيجنګ 04 نومبر (اے پي پي﴾نړيوالې ورځپاڼې ګلوبل ټائمز د وزيراعظم عمران خان ?? چين دوې په اړه په خپل يو آرټيكل كښې وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان ?? چين اوسنۍ وړومبۍ سركاري دورې په راتلونكو پنځو كلونو كښې ?? چين پاكستان مرستې د مضبوطولو بنياد اېښي٬چين او پاكستان سدا بهار د تزويراتي مرستې شراكتدار دي٬دواړه هېوادونه يو بل سره د ملاتړ او د نزدې مرستې د اوږدې مودې اړيكې لري او د دواړو هېوادونو اولس هم دې ته د زړه نه فوقيت وركوي۔په آرټيكل كښې وئېلي شوي دي چې سږ كال د جولائي په مياشت كښې عمران خان پاكستان مسلم ليګ(ن)او پيپلز ګوند ته ماتې وركړې او د هېواد وزيراعظم ټاكل شوې۔دې سره د دې دواړو سياسي ګوندونو د دريو لسيزو نه روانه سياسي غلبه ختمه شوې۔په پاكستان كښې زيات اولس باور لري چې عمران خان انقلابي شخصيت دې۔ورځپاڼې ليكلې دي چې د انتخابي كمپائن په مهال د عمران خان د انصاف او د بدعنوانۍ مخ نيوي نارو په لويه شمېره خلكو او په خاص توګه د هېواد ځوانان راغب كړې دي۔?? چينائي اولس مشر شي جن پنګ سره په ملاقات كښې وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې هغه د غربت او بدعنوانۍ خاتمې لپاره ?? چين د تجربو څخه زده كړې كولو لپاره راغلې دې۔ددواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې زياتولو ګڼ شمېر لوظ نامې او دستاويزات هم لاس ليك شوي دي۔عمران خان په شنګهائي كښې ?? چين د انټرنېشنل امپورټ ايكسپو اعزازي مېلما هم دې۔ورځپاڼې ليكلې دي چې سي پېك د دواړو هېوادونو ترمينځه يوه لويه شريكه پروژه ده٬سي پېك اسلام آباد لپاره د لا غېر ملكي سرمايه كارۍ ترغيب لپاره مرسته كونكې پروژه كېدې شي۔د دې پروژې له مخې د توان په څانګه كښې د وړاندې نه لويې كاميابۍ ترلاسه كړې شوي دي۔ورځپاڼې ليكلې دي چې د اصلاحاتو ضرورت دې او چين پ?? دې لړ كښې هر ډول مرستې كولو ته راضي دې