اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د احتسا?? خاص مرستيال بېرسټر شهزاد اكبر وئيلي دي چې حكومت به د احتساب مشكل عمل روان ساتي٬ په راتلونكو 50 ورځو كښې به د 700 اربه لوټل شوي قومي دولت په اړه مهم تفصيلات اولس ته ??ړاندې كړې شي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې ګڼ شمېر هېوادونو سره د مني لانډرنګ په اړه لوظنامې شوې دي٬ حكومت د اولس د دولت لوټ كوونك?? په اړه معلومات هم راغونډ كړي دي۔ دا لوټل شوې دولت به بېرته ??اكستان ته راوړلې شي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې قانوني عمل روان دے۔ دا كار مشكل ضرور دے چې پكښې به وخت هم لګي خو د تحريك انصاف حكومت به په دې هڅه كښې هم كاميابي تر??اس?? كوي۔