اسلام آباد 12 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي حکومت د وړومبۍ ورځ څخه په سماجی او اقتصادی توګه د اولس ژوند بدلولو له لوظي دې ، د مسلم لیګ (ن) حکومت ټول هېواد كښې د بنیادی ډھانچې پرمختګ له ځانګړې پرژوې پيل كړي۔ ده دا خبرې د ګوجرانواله ډویژن سره تعلق لرونكو د مسلم لیګ(ن) د قامی اسمبلۍ غړ?? سره خبرو كښې وكړې كومو چې د نهې په ورځ ده سره په وزیراعظم هاؤس كښې ليدلې ؤ۔ د ملاقات په مهال په پرمختيائي پروژو او د قامی اسمبلۍ غړ?? سره د اړوند حلقو په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم وو??يل اولس ??ه د پرمختيائي پروژو د ميوو ترلاسه كيدل پيل شوي۔ وزیراعظم په پارلماني غړو زور راوړو چې اولس ??ره شوي لوظونو ترسره كولو كښې كومه بې غوري ونه كړې شي او د خېر ښېګړې پرژوې په وخت بشپړولو له ګامونه پورته كړي۔ ده وو??يل بايد پارلماني غړي د اولس ??ره نزدې رابطې ولري او د هغوي مسئلې حل کړي۔ وزیراعظم سره ملاقات کونكو كښې د دفاع وزير انجینئر خرم دستګیر، د قامی صحت وزيره سائرہ افضل تارړ، د قانون او انصاف دوهم وزير عثمان ابراهیم، د پورټس اینډ شپنګ دوهم وزير چوهدری جعفر اقبال، د قامی اسمبلۍ غړي چوهدری محمود بشیر ورك، میا طارق محمود، رانا عمر نذیر خان، اظهر قیوم نهړه ، جسټس (ر) افتخار احمد چیمه، میاں شاهد حسېن خان بھټی، چوهدری عابد رضا، ممتاز احمد تارړ، ناصر اقبال بوسال، چوهدری ارمغان سبحانی، رانا شمیم احمد خان، سید افتخار الحسن، زاهد حامد، میاں محمد رشید، شازیه سهیل میر، مسز رومینه خورشید عا??م او مسز فلس ??ظیم شامل ؤ۔ په دې مهال د پارلماني چارو وزیر شیخ آفتاب احمد هم موجود ؤ۔