استنبول 13 دسمبر (اے پي پي)وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې صومالیه پاکستان له په تزوير??تي توګه يو مهم هېواد دے ځكه چې د صوماليه سمندر غاړې ښار د ګوادر د لارې د تجارت په لړ كښې افريقې لپاره د ګېټ وے كار كولې شي۔ ده دا خبرې د او آئي سي مشرانو د غېر معمولي غونډې ??ه مهال د صوماليه اولس مشر محمد عبداللہ محمد سره ??ه ملاقات كښې وكړې۔ وزیراعظم د پاکستان او صومالیه ترمېنځه په خاص توګه د دوه اړخيزه تجارت او مواصل??تي رابطو كښې زياتوالي سره د شريكې مرس??ې نوې لارې لټولو په حاجت زور رواړو۔ ده د صوماليه د امنيتي ځواكونو او د نورو ادارو د كار استعداد زياتولو او د تربيې پحقله د پاكستان لخوا د ملاتړ د عزم پخلې وكړو۔ د صوماليه اولس مشر محمد عبداللہ د هېواد امن او پرمختګ لپاره د پاكستان د قدر وړ خدماتو مننه وكړه۔ ده په خاص توګه په تېر وخت كښې د صوماليه استحكام پحقله د پاكستان د امن ډلو د كردار ستائنه كولو سره د وظيفې ترسره كولو ??ه مهال د قربانيو ستائنه وكړه۔ ده د زرګونو په شمېر د صوماليه زده كوٶنكو ته ??ه موقعه وركولو هم د پاكستان مننه وكړه څوك چې د صوماليه په پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي۔ دواړو مشرانو د ورورلۍ قوي اړيكو له د خپل لوظ پخلي كولو سره سره د نړيواو او سيمه ايز اهميت په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه