اسلام آباد ۔ 03 فروری (اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې دوهم وزير بليغ الرحمن وئيلي دي د جمهوري نظام ډي رېل كولو ھڅې كوؤنكي عناصر مايوسه شوي ولې چې د سېنېټ ټاكنې په خپل ??خت كېدونكي دي او دا د جمهوريت فتح ده۔ رېډیو پاکستان سره خبرو كښې ده هيله څرګنده كړه چې د مسلم لیګ (ن) حکومت به ټولې پرمختيائي منصوبې په ??خت ترسره كړي او دا به راتلونكي حكومت ل?? يو مثال وي۔ ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت چې كله د اقتدار خپل دور ترسره كړ?? نو پاكستان ب?? يو مستحكم ٬ محفوظ او په اقتصادي توګه يو غوره هېواد وي۔ ده ووئيل حكومت د هېواد په ضد ځائي او نړيوال سازشونه كاميابۍ سره ناكامه كړي دي او د اولس مسترد كړي عناصر خپلو ناكامه عزائمو له سازشونو كښې ب??خت دي دغسې چې هېواد په سياسي او اقتصادي توګه كمزورې كړې شي۔ ده ووئيل د لوئے څښتن په فضل هېواد كښې جمهوري عمل ورځ په ورځ مستحكم كېږي۔