اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د سي پېك پروژه پ??كس??ان او چين سره س??ه افغانستان لپاره هم ډېره د اهميت وړ ده٬د ماسكو نه واخله تر مينځنۍ آسيا منطقه په سباؤن كښې د دې څخه ډېرې ګټه پورته كړي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې پ??كس??ان كښې په افغان زده كوونكو د جوړ شوي دستاويزي فلم د كتنې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔دستورې ته د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن پروفيسر ډاكټر مختار احمد او په پ??كس??ان كښې د افغانستان س??ير عمر زاخيلوال هم وېنا وكړه۔اولس مشر ووئيل د اقتصادي لارې په صورت د پ??كس??ان او افغانستان پشمول د نورو هېوادونو اولس او په خاص توګه ځوانانو لپاره بې شمېره موقعې پېدا كېږي۔د اقتصادي لارې د نوم له امله دا ګڼل به درست نه وي چې د دې تعلق يوازې پ??كس??ان او چين سره دے بلكې حقيقت خو دا دے چې دا لار چې څومره د پ??كس??ان او چين ده٬ د دې نه زياته د افغانستان ده ځكه چې د مينځنۍ آسيا نه واخله تر روسيه د نړۍ ډېره لويه آبادي دې لارې سره تړلې شي ۔ده ووئيل د دې لارې په نتيجه كښې به د نړۍ د ډ??رو منطقو ترمينځه تجارتي او اقتصادي روابط پېل شي او دې سره به نوي علوم او ټېكنالوجيز هم دې منطقې ته راشي۔اولس مشر ووئېل ېي پېك څخه استفاده كولو لپاره ضروري ده چې زمونږ ځوانان نوي علوم و فنون زده كړي۔افغان زده كوونكي كوم چې په سكالرشپ پ??كس??ان ته راغلي٬مقصد يې هم دا دے چې هغوي خپل ځان د راتلونكي دور د تقاضو له مخې تيار كړي۔اولس مشر ووئيل پ??كس??ان افغانستان او زمونږ نور مخلص ملګري په افغانستان كښې د امن س??امتيا او د استحكام هڅې كوي۔ده ووئيل د څو لسيزو څخه په روان دې جنګ كښې زمونږ افغان وروڼو ډېر څه د لاسه وركړي او د پ??كس??ان هم لويې زيان شوې۔د دې صورتحال له امله پ??كس??ان د خپلو 70 زرو نه د زياتو خوږو زامنو٬لوڼو٬مشرانو او د محافظو څخه محروم شوې۔اولش مشر ممنون حسېن ووئيل ځينې وخت ناخوښي او دښمن قوتونه خپلو ناوړو مقاصدو لپاره غلط فهمۍ پیدا كوي۔اولس مشر ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې په لږو ورځو كښې پ??كس??ان كښې به د افغانستان زده كوونكو شمېره د دريو زرو نه 6 زرو ته ورسي۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې افغان زده كوونكي به خپل وطن ته د تللو سره د پ??كس??ان د سفيرانو په حېث كار وكړي۔په دې موقع اولس مشر په پ??كس??ان كښې د افغان زده كوونكو ماشومانو د نصاب او هم نصابي چارو په اړه وړاندې كړی ډاكومينټري وستائېله