اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر مفتاح اسماعيل وئېلي دي فنانشل اېكشن ټاسك ف??رس د اړخه پاكستان ګرۍ لسټ كښې په شاملولو به د هېواد پھ معيشت كوم خاص آغېز نه پريوځي او نه پاكستان په بليك لسټ كښې د اچولو كوم امكان شته٬پاكستان په ګرۍ لسټ كښې شاملول د امريكې او هند سازش ؤ چې مقصد يې د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې زمونږ سپكاوے ؤ٬پاكستان پھ ګرۍ لسټ كښې د شاملولو ا??دا??اتو سره د اېف اے ټي اېف خپل قواعد او ضوابطو ته زيان رسېدلې چې ورسره د اېف اے ټي اېف پشان اداره هم كمزورې شوې۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فنانشل ټاسك ف??رس په غونډه كښې پاكستان ګرۍ لسټ كښې د شاملولو پھ معامله بحث راغونډولو سره د وزيراعظم صلاحكار مفتاح اسماعيل وو??يل په دې معامله چې د مخالفې ډلې غړو كوم نكات پورته كړی دي او كومې كمزورۍ يې ښودلي هغه سياسي نه بلكې په قامي تناظر كښې دي۔ده وو??يل دا تنظيم په 1989 كښې جي سيون هېوادونو جوړ كړی ؤ چې مقصد يې د نړيوال مالي لين دين څارنه كول وو٬پاكستان د دې غړې نه دے خو د دې تنظيم ترمخه جوړ د آسيا او بحرالكاهل ګروپ غړے دے۔ده وو??يل په 2002 كښې القاعده او نورو ترهه ګرو ډلو په اړھ د ملګرو ملتونو قراردادونه منظور شوي وو۔په 2008 كښې پاكستان بليك لسټ شوې وو خو هغه وخت هم د شمالي كوريا او ايران په مقابل كښې په پاكستان كوم خاص آغېز نه و مرتب شوې ځكه چې شمالي كوريا او ايران د هغه قواعد او ضوابط پابندي نه كوله۔ده ووئېل په 2010 كښې پاكستان د دې لسټ څخه بهر شوے٬ 2012 نه تر 2015 هم پاكستان ګرے لسټ كښې شامل ؤ خو بيا د دې څخه بهر شو۔ده وو??يل كله چې په 2015 كښې پاكستان د دې لسټ څخه بهر شو نو د پاكستان لپاره پھ ځينو چارو تنظيم له راپورونه جمع كول وو دغه راپورونه جنوري 2016 او 2017 كښې لېږل وو۔ ده ووئېل دې وارې زمونږ د راپور تجزيه كاناډا كړی وه خو بيا هم فنانشل ايكشن ټاسك ف??رس قواعد او ضوابطو برعكس زمونږ معامله كمېټۍ پورته كړی او پھ دې معامله كښې زمونږ كوم قصور نه ؤ ٬ ده ووئېل دا د امريكې او هند سازش ؤ ۔ده وو??يل د بليك لسټ پھ معامله پاكستان د غړو هېوادونو سره دوه ورځې خبرې كړی چې پكښې مونږ هغوي د ټولو ا??دا??اتو څخه خبر كړي۔هغوي وئېلي تر جون به دا معامله ځنډولې شي خو د فورس د قواعد او ضوابطو برعكس د امريكې پھ وېنا دا معامله كمېټۍ پورته كړی۔ده وو??يل پاكستان به پھ بليك لسټ كښې نه شاملېږي۔