اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي كوم قامونه چې په قرض ژوند كوي ٬ ھغوي خپل عزت او آزادي د لاسه وركوي ٬ قام به پخپلو پښو اودروٶ٬ مونږ به هېواد كښې داسې فضا جوړوو ??ې اولس به خپله ټېكس وركوي٬ په دې لړ كښې به پخپله خپل ځان د مثال په توګه وړاندې كوو٬ د ګستاخانه خاكو په معامله به او آئي سي څخه شريكه لائحه جوړوو٬ بيا بيا دا ډول پېښې رامخې ته كېدل د مسلمانانو ناكامي ده۔ د ګل په ورځ سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال وزیراعظم عمران خان وو??يل د ګستاخانه خاكو معامله د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ٬ زه د لوېديزو په ذهن پوهېږم ٬ هلته ټولنه د اظهار آزادۍ قائل ده او هغوي په دې خبره نه پوهېږي چې مونږ د حضور نبي كريم ۖ سره څومره مينه لرٶ٬ زمونږ جذبات څنګه دي ٬ هلته دا ډول حركت د سلمان رشدي د شیطاني آیاتونو نه پس څومره ځله رامخې ته شوې٬ ده وو??ېل لويديزو هېوادونو ته مسلمانانو څخه د كركې كولو موقع په لاس ورغلې چې ھغوي مسلمانانو ته د اظهار د آزادۍ په نامه پېغور وركړي ٬ ده وو??ېل مونږ به او آئي سي په دې معامله يوموټے ??وو ٬ بيا بيا دا ډول پېښې رامخې ته كېدل د مسلمانانو ناكامي ده۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل او آئي سي په دې لړ كښې بايد ستراتيژي جوړه كړي ٬ په څلورو اروپائي هېوادونو كښې په هولوكاسټ قانون جوړ شوې ٬ كومې هم مدنې ټولنې ته چې د كوم څيز نه تكليف رسي هغه ناسمه دے٬ مونږ له به لويديز په دې معامله پوهه كول وي چې مونږ ته د نبی کریمۖ په حقله دې ډول كارونو څخه څومره دړد رارسي ٬ وزيراعظم عمران خان وو??ېل وړومبې به مونږ له په دې معامله مسلمانان يو موټې كول وي او دا به څرګندول وي چې مونږ ته په دې ډول خبرونو څومره دړد رسي ۔ ده وو??يل مونږ خپل سېنېټ لوړې كچې ته رسول غواړو٬ په دوو اوونيو كښې به د پوښتنو دمه كښې د پوښتنو پخپله د