اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتو م??كمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زيات??ه سيمو كښې موسم ګرم او م??طوب وي خو د ماښام/ شپې په وخت په مالاكنډ٬ هزاره٬ پېښور٬ مردان٬ كوهاټ٬ بنو٬ ډي آئي خان٬ پېنډې٬ لاهور٬ ګوجرانواله٬ سرګودها او ژوب ډويژنو٬ اسلام آباد٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې په ځينې سيمو د باران ورېدو امكان دے۔ د موسمياتو م??كمې لخوا جاري شوي راپور له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زيات??ه سيمو كښې موسم ګرم او م??طوب و خو په مالاكنډ٬ هزاره٬ پېښور٬ كوهاټ٬ پېنډې او قلات ډويژنو٬ اسلام آباد او كشمير كښې په ځينې سيمو باران شوے۔ تر ټولو زيات باران د خېبر پښتو??خو?? په اېبټ آباد سيمه كښې 26 ملي ميټره ريكارډ كړے شوے۔ په هېواد كښې د تودوخې تر ټولو لوړه درجه په سبي كښې 44 ډګري سېنټي ګرېډ ريكارډ كړې شوې۔