اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان وئيلي دي د برېښنا غلا او د كنډا سستم مخن??وي لپاره به د اے بي سي كېبل لګولو كار تر راتلونكي اوړي بشپړ كړې شي٬ په كومو سيمو كښې چې د برېښنا غلا يا د كنډا نظام موجود دے هلته د لوډشېډنګ نه كولو ضمانت نه شو وركولې٬ د بقايا جاتو وصولۍ لپا??ه لائحه جوړو٬ ډي آئي خان٬ كرك او پېښور كښې د اربونو روپو لائن لاسز دي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ناصر موسٰي زئۍ پېښور كښې د ټاسك فورس لخوا د برېښنا د كورني م??رف كوٶنكو په ځائ د صنعتي او تجارتي م??رف كوٶنكو مسئلو ته د ترجيح وركولو پحقله د پام راګرځولې د نوټس په ځواب وفاقي وزير ووئيل زمونږ حكومت د برېښنا په ټېرف كښې د نېپرا د تجويز نه كمه اضافه كړې ٬ 75 فيصده خلق دې اضافې څخه استثنٰې لري٬ ده ووئېل 95 فیصده صنعتي م??رف كوٶنكي د دې اضافې په زد كښې نه راځي٬ مونږ ټاسك فورس جوړ كړې چې مشري ئې دوهم كمنشر كوي٬ دا ټاسك فورس به د برېښنا غېر قانوني كنكشن قانوني كوي او د برېښنا غلا مخن??وي لپاره به اقدامات كوي۔ وفاقې وزير ووئيل په كومو سيمو كښې چې د برېښنا غلا يا د كنډې نظام موجود دے د لوډشېډنګ نه كولو ضمانت نشو وركولې٬ د بقايا جاتو وصولۍ لپا??ه لائحه جوړو٬ ډي آئي خان٬ كرك او پېښور كښې د اربونو روپو لائن لاسز دي٬ هېواد به تر كومې دا زيان برداشت كوي٬ ده ووئېل اهلكارو سره په ګډه دا كار كېږي٬ دې څخه بچ كې??و لپاره جديده ټېكنالوجي معرفي كوٶ٬ چرته چې غلا كېږي هلته به لوډشېډنګ كېږي٬ اے بي سي كېبل معرفي كوٶ او په دوېم پړاٶ كښې به سمارټ ميټر معرفي كولې