اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د ??ين د وائس چيئرمېن سټنډنګ كمېټي آف نېشنل پيپلز كانګرېس (اېن پي سي) ژانګ چن ژيان په مشرۍ كښې 15كسيزه پارلماني پلاوي د جمعې په ورځ ليدلي۔ په دې موقع سپيكر ووئيل د پاکستان او چین ترمېنجه د دوستۍ مثالي اړيكې په شريك احترام ?? باور او په قوي ستراتيژكي شراكتدارۍ او د معاشي مرستي په قوي بنيادونو آډانه دي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه سدا بهار دوستي تل په هر ازميښت پورته ختلې دي۔ ۔ په دې موقع په سي پېك سره سره د سرمايه كارۍ په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع پاكستان كښې د ??ين سفير هم موجود وو۔ په دې موقع سپيكر د پي اېن سي اے چيئرمېن ته دپاكستان دورې بلنه هم وركړه ۔ د ??ين پلاوي لخوا اسد قېصر ته د چوكۍ په سنبهالولو د ??ين د پارلمان او حكومت لخوا مباركي وركولو سره د پلاوي مشر ژانګ چن ژیان ووئيل ??ين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك) سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او پاكستان خپل شراكت دار ګڼي۔ ده ووئيل ??ين او سوكاله او او پرمختللې پاكستان ليدل غواړي او د پاكستان سماجي او معاشي پرمختګ لپاره به هر ډول ممكنه مرسته روانه