اسلام آباد 05 مارچ( اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اس?? قېصر سره پاكستان كښې د ازبكستان سفير فرقت صدیقوف د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل هند پرله پسې د اشتعال ??نګ??زۍ او د جنګي اقداماتو څڅه ډډه نه كوي٬ پاكستان د امن پېغام وركولو س??ه سوئيلي آسياء د جنګ د خرابو څخه لرې ساتل غواړي٬ هند نړيوال قوانينو خلاف ورزي كولو س??ه د پاكستان د فضائي حدودو خلاف ورزي كړې٬ ګرده نړۍ د پاكستان لخوا د هندي پائليوټ خوشې كول منطقه كښې امن په ځائ ساتلو لپاره احسن اقدام ګرځولې دې۔د پاكستان او ازبكستان د اړيكو ذكر كولو س??ه سپيكر ووئيل د مېنځنۍ آسيا رياستونو س??ه د پېړو راهېسې په مذهبي٬ تجارتي ٬ كلتوري او په نسلي اړيكو مونږ ناز كوٶ٬ د پاکستان او ازبکستان دوستانه او د ورورولۍ اړيكې لري او پاكستان دا اړيكې لا قوي كول غواړي۔ ده ووئيل ازبکستان د حديث د تدوین جید عالم امام بخاري زمكه ده كومه چې پاكستان لپاره متبرك ده۔ په دې سپيكر د ازبکستان سفیر د هندي رويې په ضد د پارلمان شريكې غونډه په يوه خله د منظور شوي قرارداد په اړه هم خبر كړو۔ د ازبکستان سفیر فرقت صدیقوف ووئيل پاکستان د منطقې مهم هېوا?? دې او ازبكستان پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ په دې موقع د سفير سپيكر اس?? قېصر ته د ازبكستان دورې بلنه هم وركړه