اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)اولس م??ر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ او د غربت كمې لپاره د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په مېدان كښې تحقيق ضرورې دے٬حكومت د آئي ټي څانګې صلاحيت او اهميت څخه خبر دے او دا يې قامي ترجيح ګرځولې ۔ده دا خبره د آئي ټي او ټېلي كام لپاره د وزيراعظم د ټاسك فورس لخوا د جمعې پھ ورځ ايوان صدر كښې وركړی بريفنګ په مهال كړی۔د انفارمېشن٬ټېكنالوجي او ټېلي كام وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي هم پھ دې موقع موجود ؤ ۔اولس م??ر ووئيل څلورم صنعتي انقلاب زمونږ د ژوند طرز بدلوي۔ده په دې خبره زور راوړو چې نوې ټېكنالوجيز سره به مثبت بدلونونه رامخې ته كېږي٬د نوې ټېكنالوجيز تقاضې پوره كولو لپاره نوې تصورات او نوې اقدامات ضرورت دې۔اولس م??ر پھ دې خبره هم زور راوړو چې د ټاسك فورس بنيادي مقصد موجوده آئي ټي او د ټېلي كام ډهانچې جاج او په هغې كښې ښه وړان??ېز??نه وركولو سره په غربت كښې كمې او كاروبار ته پراختيا وركول دي