اسلام آباد 07 جون (اے پي پي﴾ اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د حكومت د اقتصادي اېجنډې نتيجې به ډېرې زر څرګندې شي٬ په هېواد كښې د كاروباري اسانيو او د معاشي استحكام په اړه كېدونكې د حكومت هڅې به نتيجه ورك??ي۔ تېره ورځ په كراچې كښې د كاروباري ټولنې يو پلاوي سره د ملاقات په مهال اولس مشر ووئيل چې حكومت به ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه اسانيې وركوي چې دغسې كاروباري او تجارتي چارې وده وك??ي۔ د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې ده هيله څرګنده كړه چې حكومت به ډېر زر د هېواد په معاشي كشالو قابو بيا مومي۔ د پلاوي غړو اولس مشر ته د وړو??ي اختر مباركي وركړه او هغه ئې د خپلو ستونزو نه هم خبر كړو۔