اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د ځوانانو د چارو خاص مرستيال محمد عثمان ډار وئيلي دي چې بايد د هر يو پبلك آفس هولډر په ضد پلټنې وشي٬ د وزيراعظم عمران خان په دور كښې د ادارو څخه سياسي مداخله ??تمه كړې شوې٬ هم دا وجه ده چې نېب اوس په مكمل توګه يوه آزاده او خپلواكه اداره په نظر راځي٬ د تېرو لس كلونو په مهال د هېواد په قرض كښې د 24 زره ارب?? روپو اضافه شوې٬ د وزيراعظم لخوا په دې لړ كښې د لوړې پاې كميسون جوړولو اعلان خوشبينه دے٬ په وړومبو 60 كلونو كښې په اخستل شوې 6 زره ارب?? روپو قرض كښې د بنيادي ودانې لوئې لوئې پروژې ترسره كړې شوې دي چې ??كښ?? بندونه هم شامل دي٬ د تېرو 10 كلونو په مهال قرض 24 زره ارب?? روپې زيات شو خو د بنيادي ودانې كومه لويه پروژه ترسره نه كړې شوه۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې پخواني وفاقي وزير خواجه محمد آصف د كرپشن كك بېكس ترلاسه كړي دي او مني لانډرنګ ئې كړے۔ ده ووئيل چې ده خپلې قانوني ډلې سره مشوره كړې او ما سره د پخواني وفاقي وزير په ضد چې كوم هم ثبوتونه دي٬ كميسون ته به ئې وركوم۔ ده ووئيل چې خواجه آصف چې كله ?? اوبو او برېښنا وزير و نو مسلم ليګ ﴿ن﴾ د 480 ارب?? روپو ګرځېنده قرض ادا كړے و خو چې كله ????وم?? ختم شو نو 1300 ارب?? روپې قرض وو۔ ده ووئيل چې د 480 ارب?? روپو د قرض په ادا كولو كښې خواجه آصف كك بېكس ترلاسه كړي دي۔ د ده غېر ملكي اكاؤنټونه مې نيولي دي چې ??كښ?? د كروړونو روپې جمع كړې شوې دي كومې چې بيا امريكې ته لېږل شوې دي او د دې د پلټنو ضرورت دے۔ دغسې د ده په دور كښې د نندي پور ريكارډ وسوځول شو۔ مسلم ليګ ﴿ن﴾ د ريكارډ په سوځولو كښې ماهر دے۔ ده ووئيل چې د كميسون نه غوښتنه كوم چې د 480 ارب?? روپو د ادائيګې او د ريكارډ سوځېدو پلټنې وكړي۔ ده ووئيل چې خواجه آصف په سيالكوټ كښې بېلا بېلو پرمختيائي پروژو لپاره د 18 نه تر 20 ارب?? روپې منظورې كړې وې خو په په سيالكوټ كښې پرې يو سړك هم نه دې سم كړے شوے٬ نه كوم روغتون جوړ شوے٬ نه كالج يا پوهنتون۔ دا 18 ٬ 20 ارب?? روپې چرته لاړې٬ بايد پلټنې وشي۔ ده ووئيل چې خواجه آصف د دفاع او خارجه وزير په توګه په غېر ملكي كمپنو كښې ملازمت كولو او د ده په غېر ملكي اكاونټونو كښې هره مياشت 20 لك?? روپې جمع كېدے۔ ده ووئيل چې خواجه آصف كوم لوي خدمات ترسره كول چې دومره لوئې ادائيګې كېدې۔ ده ووئيل چې زمونږ پخوانو وزيرانو د اقامې په بهانه مني لانډرنګ كولو چې له ??مله ??ې د 60 كلونو 6 زره ارب?? روپې قرض يوازې په 10 كلونو كښې 30 زره ارب?? روپو ته ورسېدو۔ ده ووئيل چې بلاول بهټو تېره ورځ خبري كنفرنس ته وئيلي چې د پخواني ډكټېټر پروېز مشرف او د عمران خان په نوي پاكستان كښې هېڅ فرق په نظر نه راځي٬ عثمان ډار ووئيل چې د مشرف په پاكستان او نوي پاكستان كښې فرق دا دے چې په هغه دور كښې به تاسو اېن آر او ترلاسه كولې كومې چې نن نشته۔ ده ووئيل چې كه نن د مشرف ح??وم?? وو نو نواز شريف به د زندان په ځائ په جده يا لندن كښې و۔ ده ووئيل چې د عمران خان اېجنډا د يوې نكتې ده او هغه د كرپشن خاتمه ده۔ د وزيراعظم د ځوانانو پروګرام په اړه ده ووئيل چې د كامياب ځوان پروګرام د وړومبي پړاؤ څخه به لس لكه ځوانا?? استفاده وكړے شي۔ په دې لړ كښې به په راتلونكو څو ورځو كښې د خبري كنفرنس په موقع تفصيلات وړاندې كړے شي۔