اسلام آباد ۔ 24 جولائی (اے پی پی) د خارجه پالیسۍ پوهانو د وزیراعظم د واشنګټن اوسنۍ دورې سره د پاك ام??يكې په اړيكو د پېشرفت هركلي كولو س??ه وئيلي دي چې افغان امن عمل كښې د پاکستان کردار تسلیم كړې شوې او د کشمیر پحقله د مودي دښمنې په ډاګه شوې۔ د خارجه پاليسۍ پوهانو د شورو په ورځ پاليسي انسټي ټيوټ كښې د پاك ام??يكې اړيكو پحقله دوېمې غونډې ته وېنا كوله۔ ام??یکا كښې د پاکستان پخواني سفیر اشرف جهانګیر قاضي ووئيل د وزیراعظم عمران خان دورې د پاك ام??يكې اړيكو كښې خوشبينه پېل كړې دې كه د اولس مشر ټرمپ توقعات ترسره نه شول نو وړاندې مسئلې رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل يوه اندېښنه دا هم ده چې په مقبوضه كشمير كښې “جعلي فېلګ آپرېشن” هم كېدې شي د كومو تور چې په پاكستان لګولو سره د دورې ترلاسه مقاصد ختمېدې شي۔ د سنټر فار ستراتېژك سټډيز اېګزیکټو ډائریکټر علي سرور نقوي ووئيل د وزیراعظم عمران خان اوس??ې دورې سره به د پاك ام??يكې اړيكې وده و??وم?? خو په راتلونكو ورځو كښې به د دورې په مهال د روغې جوړې حقيقي نتيجې واضحه شي۔ پروفېسر ډاکټر مجیب افضل ووئيل د وزیراعظم دورې سره به پاکستان لپاره د ام??يكې په رويه كښې مثبت بدلون راشي ٬ او د دې نه علاوه افغان امن عمل كښې د پاکستان کردار تسلیم كړې شوې او د کشمیر پحقله د مودي دښمني پھ ډاګه شوې