اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې ?? پاكستان تحريك انصاف حكومت به د كوم فرق نه بغېر هر وګړي ته انصاف وركوي٬ پي ټي آئي د قانون په بالادستې باور لري۔ د خالي په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې د پخواني وزيراعظم نواز شريف د نزدې سلاكار عرفان ??دي??ي ګرفتارې د كرايه دارې قانون له مخې شوې۔ ه??ې ووئيل چې د تحريك انصاف حكومت د اپوزيشن په ضد په روانو مقدمو كښې په هېڅ صورت برخه نه دے۔ ?? پاكستان عدالتونه په مكمل توګه آزادي لري او بايد د پرېكړو ئې ټول احترام وكړي۔ ه??ې د مخالفې ډلې لخوا د امتيازي سلوك تورونه رد كړل او وې وئيل چې د كرايه دارې قانون مسلم ليګ ن جوړ كړے و او دا ټولو وګړو لپاره دے۔ ه??ې ووئيل چې عرفان ??دي??ي او د هغې كورنۍ سره به كومه ناانص??في نه كېږي۔ د پي ټي آئي حكومت د قومي ادارو احترام كوي او كومه پټه پاليسي نه لري۔ ه??ې ووئيل چې ټولې ادارې خپلواكه كول زمونږ مشن دے او دې لپاره به څه وخت پكار وي۔