اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فرودس عاشق اعوان وئيلي دي پاكس??ان ٬ سعودي عربس??ان او ايران د اسلامي نړۍ درې مهم ورونړا دي۔ پاكس??ان دې دواړو وروڼو هېوادونو سره تاريخي او د ورورولۍ اړيكې لري۔ د وزیراعظم عمران خان دورې به منطقه كښې امن ٬ استحكام او اتحاد لپاره سنګ ميل ثابت شي۔ د اولس مشر حسن روحاني منطقه كښې امن لپاره د پاكس??ان مخلصانه هڅو هركلې د دواړو هېوادونو مشرتابه په يو بل د باو?? او دوه اړخيزه نزدو اړيكو مظهر دې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې ووئيل پاكس??ان د وروڼو هېوادونو ترمينځھ ورورولۍ او مصالحت ته وده وركول غواړي۔ دې ووئيل امت مسلمه خپلو كښې د تاؤ تريخوالي متحمل كېدې نه شي۔ د مشرتابه په كچه دا احساس اسلامي نړۍ لپاره يو نېك فال او د اولسي جذبو عكاسي كوي۔ دې ووئيل وزیراعظم ایرانی مشرتابه سره ملاقاتونو كښې د دوه اړخيزه تجارت او د اقتصادي مرستې ودې په شمول بېلو څانګو كښې د اړيكو لا مستحكم كولو له د خپل لوظ پخلې هم وكړو۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل عمران خان ايراني مشرتابه د كشمير روانې سنګينې و??عې څخه هم خبر كړه او د مظلوم كشميري اولس په ملاتړ ئې د مننې څرګندونه وكړه