اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د دهرنې كاركنان پھ مېدان كښې او لارښود يې په خپلو كټونو كښې آرام كوي٬دا ښكاره تضاد دے٬د يو عالم كار اصلاح كول وي٬د چا ذا?? په نښه كول نه٬مولانا فضل الرحمان په سياسي مېدان كښې مذهبي كارډ كاروي۔د زيار?? په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل د حكومت د اړخه د خ??رو اترو دروازې پرانستې پرتې دي۔حكوم?? په معاشي ډګر٬آئيني ادارو٬سياسي اصلاحات او په اكنامك كار كوي٬كه مولانا څه تجويز لري نو هغه دې وړاندې كړي٬حكومت د هغې اورېدو له چمتو دے۔خاص مرستيالې ووئيل مولانا فضل الرحمان په پارليمان كښې نشته ځكه دا پارليمان هغه ته حرام ښكاري۔پھ كوم پارليمان كښې چې هغه وي بيا هغه حلال وي۔دې ووئيل زمونږ لپاره پارليمان مقدس دے كه مونږ يو او كه نه۔دې ووئيل حكومت د صبر څخه كار اخلي٬مونږ د خ??رو اترو د كاميابۍ هيله لرو۔دې ووئيل وزيراعظم چرې هم تصادم نه غواړي هغه د امن په حقله د مذاكراتي كمېټۍ ?? لارې پیغام وركوي۔دې ووئيل مولانا فضل الرحمان يو عالم دے او د عالم كار اصلاح كول وي٬هغه د وزيراعظم ذا?? په نښه كوي٬د دهرنې له امله كشمير كاز ځپلې كېږي۔دې ووئيل پاكستان تحريك انصاف ته يو نيم كروړ اولس ووټ وركړې ٬د وګړو د صبر امتحان دې مولانا فضل الرحمان نه اخلي۔