اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په افغانستان كښې امن او استحكام زمونږ لپاره ګټور دے٬په افغانستان كښې د امن راتللو سره به د پا??ست??ن او افغانستان ترمينځه تجارت زيات شي٬په دوحه كښې د امريكې او طالبانو ترمينځه خبرو اترو كښې هم پا??ست??ن مثبت كردار تر??ره كړی او نړۍ د پا??ست??ن د كردار ستائنه كوي٬غېر قانوني اميګريشن د اندېښنې وړ دے۔د نهې په ورځ استنبول كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل ??ېر قانوني اميګريشن د اندېښنې وړ دې٬دې لپاره به پا??ست??ن٬ايران او تركيې له په ګډه كيناستل وي٬څه خلك نورو ته شنه باغونه ښائي او دلته يې راولي او بيا يې هم دغسې پرې ږدي۔داسې د زرګونو په شمېر پا??ست??نيان دلته د مسائلو ښكار ژوند تېروي۔دې ته به هم مونږ له پام كول وي۔ده ووئيل ?? آسيا زړه كنفرنس په اختتام چې كومه اعلاميه رامخې ته شوې هغه ډېره كوټلې ده چې 49 پېراګراف لري او مونږ د باور جوړولو په 7 نكتو اتفاق كړی۔ده ووئيل ??ا به مخ په وړاندې بوځو۔اوس به د سيمه ايز ټېكنيكل ډلو غونډه رابلو۔ده ووئيل پا??ست??ن به هم په 2020 كښې د ماحوليات او كركيلې په حقله غونډه راغواړي چې خپله وړاندې تګلاره به رامخې ته كوي۔د افغانستان په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ?? افغانستان امن او استحكام زمونږ په ګټه دے او پا??ست??ن په دې پوهه دې چې افغانستان كښې د امن راتللو سره به دوه اړخيزه تجارت زيات شي او پا??ست??ن ته به په افغانستان كښې د سرمايه كارۍ رغونې او د انفراسټركچر جوړولو موقعې په لاس ورشي۔ده ووئيل په دوحه كښې د امريكې او طالبانو ترمينځه په خبرو كښې هم پا??ست??ن مثبت كردار تر??ره كړې او نړۍ د پا??ست??ن د كردار ستائنه كوي۔پا??ست??ن چې د پولې دې غاړه څنګه خپله سيمه د ترهه ګرو نه پاكه كړې د دې هم ستائنه كېږي دغسې پا??ست??ن چې څنګه د قبائېلي سيمې په حقله اتفاق رامخې ته كړی هغه ??م يو مثال دې۔ده ووئيل مونږ غواړو چې په افغانستان كښې امن وي او پرون مونږ دا آسيا په زړه كنفرنس كښې دا څرګنده كړې چې پا??ست??ن په افغان امن عمل كښې خپل كردار تر??ره كوي خو پا??ست??ن په يوازې داسې نه شي كولې٬د سيمې مهمو هېوادونو له به راوړاندې كېدل وي او خپل كردار به تر??ره كول وي۔ده ووئيل پا??ست??ن ګډون كونكي خبر كړي چې مونږ له به په هغه شرخوښو عناصرو هم نظر ساتل وي څوك چې د امن دا هلې ځلې د مينځه وړل غواړي