اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د نشه اي توكو دوهم وز??ر شهريار آفريدي وئېلي دي چې د رياستي ادارو ترمينځه د احترام رشته ضروري ده٬ رانا ثن??ﺀ ??لله عدالتونو بې ګناه نه دې ګرځولې٬هغه اوس هم ملزم دے٬ 17 ورځو كښې دننه د رانا ثن??ﺀ ??لله كيس ثبوت وړاندې كړی شوي وو۔ د قانون په حكمرانۍ به په هېڅ صورت كښې سودا بازي نه شي كولې٬انش??ﺀ ??لله كيس به منطقي انجام ت?? رسولې شي۔ تېره ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال دوهم وز??ر شهريار آفريدي ووئيل چې رانا ثن??ﺀ ??لله عدالتونو بې ګناه نه دې ګرځولې٬هغه اوس هم ملزم دے۔ ده ووئيل چې رانا ثن??ﺀ ??لله د ضمانت نه وروستو تاثر وركړې چې كيس ختم شو٬هغه ته د لاهور هائي كورټ څخه ضمانت ترلاسه ??وے او د لاهور هائي كوټ تفصيلي پريكړه هم نه ده راغلې۔ ده ووئيل چې جزا يا سزا وركول زما يا د كوم وز??ر كار نه دے٬ د قانون د حكمرانۍ به كومه سودا كولې نه شي۔ شهريار آفريدي ووئيل چې مونږ په 17 ورځو كښې دننه د رانا ثناﺀالله د كيس ثبوتونه وړاندې كړي وو۔ زما يا د اے اېن اېف كومه ذا??ي دښمني نه ده٬بيا بيا پوښتنه كېږي چې وېډيو كوم ده٬كه چرې وډيو جوړېده نو وئېل كېدل به چې پلانټډ ده٬د مېډيا مونږ تل احترام كړے خو مېډيا له د كوم هم كيس دواړه اړخونه وړاندې كول پكار دي۔ ده ووئيل چې د وز??راعظم عمران خان وژن دې چې ادارې مضبوط او غېر سياسي كړی شي۔ وز??راعظم په ما پوره باور لري٬مونږ نه يرېدونكي او نه سرټېټوونكي يو٬د هېواد څخه بهر ووم نو تاثر وركړی ??وے وو چې وتښتېدو٬د رانا ثن??ﺀ ??لله په كيس كښې تاخيري حربې كارولې شي۔ شهريار آفريدي ووئيل چې د ظلم مخ نيوي كول او د مظلوم په سر لاس اېښودل زمونږ كار دے۔ ده ووئيل چې مونږ د عدالتونو احترام كوو او قانوني كاروائۍ كښې كوم مداخلت نه كوو۔ رانا ثن??ﺀ ??لله د لاهور هائيكورټ څخه ضمانت ترلاسه كړے ٬نواز شريف د علاج لپاره بهر تلې خو هغه هلته شاپنګ كوي