اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت په هائيډرو پاور منصوبو د تعطل نه غېر عملدرامد باوري كولو له عزم لري٬ په دې لړ كښې به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي٬ وزيرِاعظم اړوندو وزارتونو ته امر وكړو چې د هېواد معيشت په ترقۍ كښې د هائيډرو پاور منصوبو مهم كردار تر مخه د مسائلو حل ته خاص پاملرنه وكړئ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان هېواد كښې د مهمو هائيډرو پاور منصوبو پحقله تر اوسه د پېشرفت جاج اسختو غونډې په مهال كړې كومه چې د زيارت په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې شو??۔ په غونډه كښې د آبي وسائلو وفاقي وزير محمد فېصل واؤډا، د آبي وسائلو سېكتر محمد اشرف، د واپډا چئيرمېن ليفټېننټ جنرل (ر) مزمل حسېن او نورو لوړ پوړو ګډون كولو۔ وزيراعظم ته د مومند بند، د داسو ??ائيډرو پاور پراجيکټ، د تربيلا فور(پراختيا) اود ديا مير بھاشا بند جوړولو په چارو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د مومند بند جوړولو كار په كال 2019 نيمائي كښې پېل شو?? كوم چې به تر كال 2024 بشپړولې شي٬ دې منصوبې سره به 12 لكه ا??كټره فټه اوبه ذخيره او 800 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كولو له مرسته ترلاسه شي٬ د داسو ??ائيډرو پاور پراجيکټ فيز ون جوړولو كار به په 2020 كښې پېل كولې شي او دې منصوبې څخه به 2360 مېګاواټ برېښنا پېدا كېږي ٬ دغسې د داسو ??ائيډرو پاور پراجيکټ په فيز ټو به كار په كال 2025 كښې پېل كېږي او په كال 2027 كښې به سر ته رسي او دې څځه به 2160 مېګاٶاټ برېښنا ترلاسه كېږي۔ غونډې ته ووئيل شول د ديامير بهاشا بند جوړولو كار به تر 2020 پېل شي او دا منصوبه به تر كال 2027 ترسره كېږي٬ دې منصوبې څخه به 8.1 مېليونه ا??كټړه اوبه ذخيره كولو او 4500 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كولې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول دې منصوبو څخه به د 9620 مېګاٶاټ برېښنا اضافي صلاحيت ترلاسه شي او د اوبو ذخيزه كولو سره به 11.3 مېليونه ا??كټره فټه اوبه زخيره كول باوري شي او د دې منصوبو په سوب به 23 اربه نه زياتې روپۍ په سماجي پرمختګ خرڅ كړې شي چې په نيتجه كښې به ئې د ملازمتونو 23 زره نه نه زياتې موقعې راپېدا شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د نړيوال بانك لخوا د تربېلا فور پرِاختيا منصوبه كاميابه ګرځولې شو?? كومه چې په كم لګښت او په وخت ترسره كړې شو??۔ د داسو ??ائيډرو پاور پراجيکټ پحقله د واپډا چيِئرمېن ووئيل دې منصوبې لپاره د زمكې اسختو مسئله حل شو?? ۔ د نيلم جهلم هائيډرو پاور پروژې په اړه ده ووئيل د بشپړېدو نه پس دا د اپرېل كال 2018 راهسې كار كوي كومې چې تر اوسه 6.2 اربه يونټه برېښنا پېدا كړې ٬ د دې منصوبې په سوب تر اوسه د 54 اربه روپو ماليت برېښنا په قامي ګرېډ كښې شامله كړې شو?? ۔ وزيراعظم ته د ديامير بھاشا بند جوړولو په پېشرفت هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئيل شول د دې منصوبې په سوب 6.4 مېليونه ا??كټره فټه د لائيو سټورېچ صلاحيت به ترلاسه شي او دې څخه به په كلنه توګه 18.1 اربه يونټس د تجديد وړ توان هم ترلاسه شي۔ وزيراعظم هېواد كښې د هائيډرو پاور منصوبو د جوړولو په پېشرفت د اطمينان څرګندونې سره ووئيل د اوبو ذخيره كولو صلاحيت زياتول او ارزانه برېښنا ترلاسه كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ ده ووئيل د اوبو قېمتي وسائل په موثره توګه كارول د كركيلې او د هېواد معيشت په ترقې كښې لوي كردار لوبوي۔ ده ووئيل د ارزانې برېښنا ترلاسه كولو سره به نه يوازې د توان كمې ترسره كړې شي بلكې د ارزانې برېښنا وركړې سره به د هېواد صنعت هم وده ومومي ۔ وزيراعظم ووئيل حكومت په هائيډرو پاور منصوبو د تعطل نه غېر عملدرامد باوري كولو له عزم لري٬ په د لړ كښې به هر ډول ممكنه معاونت كولې شي۔ وزيراعظم اړوند وزارتونو ته امر وكړو چې د هېواد د معيشت په پرمختګ كښې د هائيډرو پاور منصوبو د مهم كردار له مخئ د دې منصوبو په اړه مسائل په ترجيحي بنيادونو حل كولو ته خاص پاملرنه وكړئ