اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د وزيرا??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خا?? مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې شهباز شريف په خپله غزول شوې ??وم?? كښې په خپله ښكېل شوې، د برتانيې عدالتونو ته به هم مع??وم?? شي چې اصليت او حقيقت څه دے. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې د وزيرا??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خا?? مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان شهباز شريف مخاطب كولو سره ووئيل چې قوم پوښتنه كوي چې كه ته رښتينې وې نو عدالت ته په مراجعه كولو كښې شپږ مياشتې وخت ولې ولګېدو. شهباز صاحب په مېډيا اثرانداز كېدل ستا عادت دے. د وزيرا??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خا?? مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د دروغو د خبرونو د لارې مخالفين بدنامه كول او د دوي كر??ار كشي كول ستاسو شناخت او خا??ه ده. ستاسو په دور كښې د يوې ورځپاڼې تر دوه پا??و پاتې كېدل قوم نه دي هېر كړي.