اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي ټائيګر فورس ته به ضلعي انتظاميه ذمه وارۍ و??كوي، يوازې په اسلام آباد كښې 14000 رضاکار رجسټرد دي٬ د يوټيلټي سټورز څارنه، فوډ سېفټي او مانيټرنګ له به مرسته تر لاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ټائيګر فورس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔۔ ده ووئيل رضاکار به ټېسټ، ټريك او قرنطينه كښې هم اتنظاميې سره كار كوي۔ او د ضرورت مندو ډېټا ترلاسه كولو له به هم مرسته كوي۔ ده ووئيل ځوانان دې د قامي جذبې له مخې د هېواد ملاتړ لپاره راوړاندې شي۔ده ووئېل د ټولو ځوانانو مننه كوم، پاکستاني قام په سخت وخت كښې تل د اتحاد څرګندونه كړې ده۔ اسد عمر ووئيل عثمان ډار ډېر په خوارۍ دا فورس جوړ كړے٬ د دوي مرسته او ملاتړ كول د حكومت ذمه واري ده ، اولس لپاره د آسانيو پېدا كولو هڅه شوې۔ ده ووئيل د وزيراعظم په امر لاك ډاٶن كښئ نرمي شوې ٬كه په حفاظتي تدبيرونو ??مل وكړو نو ?? كرونا وائرس نه به محفوظ پاتې شوو۔ده ووئېل كه عمل پرې اونه شو نو لاك ډاون بيا زياتېدې شي، ټول پاكستان د كرونا وائرس په ضد يو موټې دے، زه د ټولو ځوانانو ??ذبې ته پېرزوئنې وړاندې كوم