اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) د کرو??ا وائرس ځپليو خواري كښو او مزدورانو لپاره د هنګامي كېش معاونت منظوري وركړې ده ۔ وزيراعظم د دې نه وړاندې د ا پروګرام اعلان كړے ٶ خو اي سي سي څخه د دې په باضابطه توګه منظوري اخستل ضروري وه۔ غونډه خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټرعبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه ٬وزيراعظم عمران خان د مارچ په درېمه نيټه اعلان كړے ٶ چې د كرو??ا وائرس مخ نيوي لپاره د وزيراعظم معاونتي فنډ 2020 دې په ھغه خواري كښو او مزدورانو وېشلې شي د چا روزګار چې د لاك ډاٶن له امله ځپلې شوے۔ په دې اعلان كښې وزيراعظم فنډز د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام د لا??ې د تقسيمولو امر كړے ٶ۔ وزيراعظم دا اعلان هم كړے ٶ چې د شتمندو د هرې عطيه كړې روپۍ سره به حكومت د خپل فنډز نه څلور روپۍ ملګرې وركوي۔د وزيراعظم لخوا په اعلان كړي ريليف پېكج كښې خواري كښو لپاره 200 اربه روپۍ بې??ې كړې شوي چې پكښې بي آ??ي اېس پي 75 اربه روپۍ تر لاسه كړي٬ د دې فنډز د تقسيم طريقه كار د خزا??ې وزارت ، د غربت تخفيف فنډ او بي آ??ي اېس پي په ګډه مرتب كړے۔ د بي آ??ي اېس پي بورډ آف ډائرېكټرز د احساس لېبر (کيټګري فور) مستحقينو لپاره د كېټګري تھري طريقه كار د خپلولو منظوري وركړې ۔ په احساس فور كښئ شاملېدو لپاره درخواستونه به د احساس لېبر پورټل د لارې وصولولې شي او كامياب درخواست كوٶنكو ته به د بي آ??ي اېس پي د ادائيګۍ د موجوده طريقه كار له مخې دولس زره روپۍ وركولې شي٬ دغسې د څلورو واړو صوبو ، آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او د اسلام آباد کيپټل ټيريټري لپاره به د آبادۍ په حساب سره برخه بې??ولې شي